«شاهین»
محمد اسماعیل

نبوي مشرتابه د صداقت، امانت، زغم او عدالت پر بنسټ ولاړه وه.
رسول الله(ص) نه یوازې یو سیاسي مشر و، بلکې په نظامي ډګر کې هم یو زړور، مدبر او تدبیر نیونکی او د جګړې په ډګر کې د اسلام مبارک دین ټاکلو حدودو مراعت کوونکی و. ددې ټولو سربېره، هغه د بشریت لپاره یو اخلاقي لارښود هم و، چې د خپل عمل له لارې یې خلکو ته د ژوند روښانه لارې وښودې او د ټولنې جوړښت او کړنو ته یې نوی روح او ژوند ورکړ.
په نظامي ډګر کې نبوي تګلاره په لنډو ټکو کې داسې بیانوو: نبوي تګلاره د جګړې لپاره هم واضح اخلاقي چوکاټ ټاکلی، چې له مخې یې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان له زیانه خوندي وو، عبادت ځایونه نه وریجاړېدل او طبیعي سرچینې لکه ونې او فصلونه له منځه نه تلل. همدارنګه له اسیرانو سره د انساني چلند ټینګار کېده. له بندیانو سره د رسول الله(ص) د چلند په اړه د بدر غزوه د بېلګې په ډول دلته بیانوو: په دې غزوه کې مسلمانان بریالي شول، څو ګڼ شمېر د قریشو کسان اسیران (بندیان) کړي. د دې پر ځای چې هغوی ته سخته سزا ورکړي پر هغوي یې صحابه کرامو ته د رحم او شفقت امر وکړ چې له بندیانو سره نرمي او ښه چلند وکړئ. په تاریخي روایتونو کې راغلي چې، مسلمانانو به خپل ښه خواړه بندیانو ته ورکول او خپله به یې ساده خواړه خوړل، چې دا د انساني لوړو اخلاقو څرګندونه ده. همدارنګه بندیانو ته دا فرصت ورکړل شو چې که دوی د مدینې مسلمانو ماشومانو ته لیک لوست ور زده کړي، نو آزاد به شي.
نبوي سیاست یوازې په کورنیو چارو پورې محدود نه و، بلکې نړیوال اړخ یې هم درلود. رسول الله(ص) به د نړۍ واکمنانو ته لیکونه استول، هغوی یې د سولې او حق لوري ته رابلل.
د دغو لیکونو څخه یې یو د روم پاچا (هرقل) ته واستاوه او په دې سره یې د متقابلو اړیکو د ټینګښت هڅه کوله.
د تړونونو پابندي د دې سیاست مهم اصل و، چې له مخې یې هر تړون ته درناوی کېده او د حدیبې تړون یې غوره بېلکه ده.
د نبوي مشرتابه تر ټولو مهمه ځانګړنه دا وه، چې هیڅکله یې ددې اجازه نه ورکوله چې هر ډول نظامي او یا سیاسي وضعیت د دښمن له خوا پاي ته ورسېږي. ولیدل شول، چې څرنګه یې په احد کې د مسلمانانو له ماتې وروسته پریکړه وکړه، چې پر دویمه ورځ لښکر حمراء الاسد ته واستوو، قریش یې وډار کړل او مکې ته وتښتیدل او خپله مدینې ته راستون شو، په دې توګه یې د مسلمانانو برم او هیبت وژغوره.
له موته وروسته یې د عمرو ابن العاص په مشرۍ درې سوه کسیزه لښکر چمتو کړ او د عربو هغو قبایلو ته یې د درس ورکولو لپاره واستاوه، چې په موته کې یې له رومیانو سره مرسته کړې وه. عمرو بن العاص السلاسل نومي ځای ته ورسیده، دا ځای شام ته څېرمه د قضاعه قبیلې سیمه وه.
کله چې عمرو مقابل لوری ولید، نو د ځواک انډول دا اجازه نه ورکوله چې وار لومړی کړي، نو رسول الله(ص) ته یې لیک واستوه او د مرستې غوښتنه یې وکړه، نبي علیه السلام د ابو عبیده بن الجراح په مشرۍ دوه سوه نور جنګیالي، چې ابوبکر رضي الله تعالی عنها او عمر رضي الله تعالي عنها هم پکې شامل وو واستول او له عمرو بن العاص رض سره یو ځای شول او ټول دده تر مشرۍ لاندې وجنګیدل. د یادونې وړ ده، چې عمرو بن العاص هم له خپلو ملګرو (خالد) سره یو ځای څلور میاشتې وړاندې اسلام منلی و او اوس د هغه لښکر مشري کوي، کوم چې حضرت ابوبکر رضی الله تعالی عنها او حضرت عمر رضی الله تعالی عنها په څېر خلک پکې عادي جنګیالي دي.
دغه جګړه د ذات السلاسل په نوم مشهوره ده، مسلمانان وتوانیدل چې د روم ملاتړي عرب قبایل وډار کړي او سرې سترګې مدینې ته رستانه شي. پر ټولو لارو دا خبرونه خپاره شول، چې رسول الله(ص) هر هغه چا ته درس ورکوي، چې د مسلمانانو له دښمن سره همکاري او مرسته کوي او د هر ډول سزا ګواښ یې کاوه.
د السلاسل معنی زنځیر ده او دې جګړې ته ځکه ذات السلاسل جګړه ویل کېږي چې، د دښمن پوځیانو ځانونه له یو بل سره په زنځیرونو تړلي وو، تر څو د جګړې له ډګر څخه تېښته ونه کړي. دلته له دښمن سره یوه سخته جګړه پیل شوه چې په پایله کې یې مسلمانان بریالي شول او د احتمالي ګواښ مخه یې ونیوله او دغه جګړه د اسلامي دولت د دفاعي جګړې یوه مهمه برخه بلل کېږي.
دا چې د اسلام مبارک دین د اخلاقو، قواعدو، اصولو او قوانینو ټولګه ده، په هر برخه کې یې د بشري ژوند لپاره ځانکړې پاملرنه کړې او د ټولنې هر فرد پکې خپل ځان په امن کې ویني.
نوپه پای کې دې پایلې ته رسیږو چې، رسول الله(ص) مبارک د تورې د پیاوړي ځواک تر خوا یو داسې رهبر او سـرلښکر و، چې د پیاوړي عقلي ځواک، تدبیر، سیاسي بصیرت، اخلاقو او تعهداتو د لاسلیک کولو په برخه کې یې کړنې نن د ټول بشریت د هوساینې او خلاصون لپاره یو غوره لارښود دی.
په نظامي او سیاسي ډګر کې نبوي تګلاره


