الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.76 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل په منډوي کې یو سوداګریز مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

13 ثور 1405


د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکټور ( قراردادي شرکت) په مرسته، د کابل د منډوي اړوند د بېلر په کوڅه کې د کور د وسایلو یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه مارکېټ چې، په ۳۵۱ متر مربع ځمکه کې په اساسي توګه په دوو پوړونو کې د ۵۲ هټیو په درلودلو سره جوړ شوی، متشبیثینو ته یې کاري چاپېریال رامنځته کړی دی.
کابل ښاروالۍ د زېربنايي او د سړک جوړونې پروژو ترڅنګ، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او اقتصادي ودې په موخه، د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو زمینه هم برابروي. چې، یاد مارکېټ د دغو هڅو یوه غوره بېلګه ده.
د قرارداد له مخې به قراردادي شرکت د مارکېټ جوړولو په بدل کې د ۳ کلونو لپاره له متشبیثینو څخه د هټیو کرایه راټولي او په میاشتني ډول به ۵۳۵۰۰۰ افغانۍ د دولتي کرایې په توګه کابل ښاروالۍ ته ورکوي. له دې ملکیت څخه به د کابل ښاروالۍ عواید د پخوا په پرتله د پام وړ زیات او له دریو کلونو وروسته به د قرارداد په اړه له سره کتنه وشي.