الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بیرغ د ورځې په ویاړ تر ټولو لوی ملي بیرغ ورپول شو

8 اسد 1398

 

نن دوشنبه مازیګر د ۱۳۹۸ کال د اسد په ۷مه د د بو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هیواد او ملت د غرور، یووالي او هویت سمبول ملي بیرغ د دولتی لوړ پوړو چارواکو، د کابل د خلکو استازو، مدني فعالانو، رسنیو او کابل ښاروالۍ د مسوولانو په حضور کې د وزیر اکبر خان غونډۍ پر سر د تر ټولو لوی بیرغ ټوټه نوې شوه او نوی بیرغ په ځانګړو مراسمو ورپول شو.

دغه راز پر دهمزنګ واټ هم د ملي بیرغ د ګرځولو ځانګړي مراسم نیول شوي وو.

د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز د اسد اوومه د ملي بیرغ د ورځې مبارکي ټولو ته وویله او زیاته یې کړه د ملي بیرغ درناوی ملي او تاریخې ارزښت او د غرور، شهامت او د وطن د سوکالۍ سمبول دی.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان بیرغ د افغانانو د حماسو او قربانیو یادګار نښه ده.