الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو


د ښار د پاکوالي په موخه، د اتمې ناحیې د مسئولینو، عالمانو، ګذر وکیلانو، ځوانانو او خصوصي تنظیفي شرکتونو د استازو په ګډون د یادې ناحیې اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو.
د اتمې ناحیې مرستیال مولوي انورالحق حنفي د حشر له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د داسې برنامو له لارې کثافات په منظمه توګه راټول او له ښارڅخه د باندې لېږدول کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې له دې حشر څخه موخه، د تنظیفي کارکوونکو ملاتړ دی او ټینګار یې وکړ چې، ښاریان باید د خپلو ملکیتونو مخې ته د سیمو د پاکولو په برخه کې مرسته وکړي.
د اتمې ڼاحیې مرستیال له ښاریانو وغوښتل چې، په هره برخه په ځانګړې توګه تنظیفي چارو کې له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته وکړي، کثافات بې ځایه ونه غورځوي څو کابل ښاروالۍ وکولای شي هغه پر وخت ټول او له ښار څخه یې د باندې ولېږدوي.