الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

تر مرګ وروسته د انسان هغه نهه ارمانونه چې په قرانکریم کې یې ذکر راغلی دی


✍🏻 ابویاسر پښتون
دا یو څرګند حقیقت دی چې، د کایناتو ستر خالق، الله(ج) پر انسان بې شمېره او ستر نعمتونه لورولي دي. انسان یې د مخلوقاتو له ډلې څخه غوره وګرځاوه، د “اشرف المخلوقات” لوړ مقام یې ورکړ او نور ټول مخلوقات یې د هغه تابع کړل، تر څو د ده د ژوند اړتیاوې پوره کړي او د ده په چوپړ کې وي. آن تر دې چې خپلو نوراني مخلوقاتو، یعنې فرښتو ته یې امر وکړ چې، حضرت آدم علیه السلام ته د تعظیم سجده وکړي.
هغه فرښتې چې نه خوراک لري، نه څښاک، نه کسب او کار، بلکې شپه او ورځ یوازې د الله تعالی په عبادت بوختې دي، خو بیا هم ورته امر وشو چې انسان ته د درناوي سجده وکړي چې، دا ټول د انسان د عظمت او کرامت څرګندونه کوي. نو داسې یو مخلوق (انسان) ته ښایي چې د خپل رب شکر ادا کړي، د هغه عبادت وکړي او د هغه د احکامو اطاعت د خپل ژوند برخه وګرځوي.
خو له بده مرغه، یو شمېر انسانان د دې فاني دنیا په لنډمهالو او زودګذره خواهشاتو غولېدلي ، د خپل نفس تابع شوي دي او داسې کړنې ترسره کوي چې، د الله تعالی د نارضایتۍ او غضب لامل ګرځي. همدا کړنې دي چې د مرګ وروسته د ژورې پښېمانۍ او دردناکو آرمانونو لامل ګرځي، چې په لاندې ډول دي:
۱- د قرآن عظیم الشان د دیرشمې پارې د النبأ سورت په ۴۰م آیت کې دا ژوره معنا بیان شوې ده چې، انسان به د قیامت په ورځ داسې حالت ته ورسېږي چې وایي به: “کاشکې زه خاورې وای!”
که په دنیا کې یو انسان ته وویل شي چې، په خاورو به دې بدل کړو، نو له شک پرته به هغه سخت مخالفت وکړي، وبه جنګېږي او هېڅکله به دا خبره په آسانۍ ونه مني،. ځکه د انسان فطرت د ژوند مینه لري او له مرګ څخه تېښته کوي.
خو کله چې همدا انسان له مرګ وروسته د حساب او کتاب سختې شېبې ویني، د خپلو اعمالو پایلو سره مخ او د خپلو ګناهونو ځواب ورکولو ته اړ کېږي، نو بیا داسې وایي چې: “کاشکې زه خاورې وای!” تر څو له دې ستر حساب، عذاب او شرموونکي حالت څخه خلاص وای.
دا بدلون د دې ښکارندوی کوي چې، د آخرت حقیقتونه دومره درانه او وېروونکي دي چې انسان ته به خپل پخوانی انکار او سرکشي هېره شي او یوازې د خلاصون ارمان به ورپاتې وي.
۲- د قرآن کریم د الفجر سورت په ۲۴م آیت کې انسان ته د ژور فکر او عبرت بلنه ورکول کېږي، چېرې چې انسان به د قیامت په ورځ له ژور افسوس سره وایي:
“کاشکې ما د خپل آخرت لپاره څه چمتو کړي وای!”
دا هغه ارمان دی چې، د انسانانو ډېری برخه به یې له مرګ وروسته له ځان سره ولري. هغه وخت چې د عمل دروازې تړل شوې وي او د حساب شېبې را رسېدلې وي. هلته به انسان د خپل تېر ژوند پاڼې اړوي، خو بیا به یوازې حسرت او ارمان ورپاتې وي.
۳- د سپېڅلي قرآن کریم د الحاقه سورت په ۲۵م آیت کې د قیامت د ورځې یو دردناک انځور وړاندې شوی دی، چې انسان به په ژور حسرت سره وایي:
“کاشکې ما خپله اعمالنامه هېڅکله هم نه وای ترلاسه کړې!”
د قرآن کریم له څرګندو نصوصو او د رسول الله ﷺ له مبارکو احادیثو څخه دا حقیقت څرګندېږي چې، د قیامت په ورځ به نېکو بنده‌ګانو ته د هغوی اعمالنامه په ښي لاس ورکړل شي او دا به د بریا، عزت او خلاصون نښه وي. خو هغه کسان چې خپل ژوند یې په ګناهونو تېر کړی وي، د هغوی اعمالنامه به په کیڼ لاس کې ورکړل شي، چې دا به د شرم، عذاب او ناکامۍ څرګندونه وي.
۴- د قرآن عظیم الشان د الفرقان سورت په ۲۸م آیت کې د قیامت د ورځې یو بل دردناک ارمان انځور شوی دی، چې انسان به وایي:
“کاشکې ما پلانکی کس د ملګرتیا لپاره نه وای غوره کړی!”
دا آیت موږ ته بلنه راکوي چې، لږ تم شو او د خپل ژوند دې مهم اړخ ته ځیر شو چې، زموږ ملګري څوک دي؟ موږ د دوست او ملګري د ټاکلو لپاره له کومو معیارونو کار اخلو؟
له شک پرته چې، ملګرتیا یوازې د دنیا یو عادي تړاو نه دی، بلکې د انسان پر فکر، عمل او راتلونکي ژوره اغېزه لري. هغه څوک چې د شیطان په لاره روان دي، د هغوی ملګري به هم د قیامت په ورځ په هماغه لارروان وي او هغه کسان چې، نېکي، صداقت او تقوا یې خپله کړې وي، د صالحینو په قطار کې به راپاڅېږي.
همدا حقیقت دی چې انسان به په هغه ورځ د خپلو ناسم انتخاب په خاطر ژور افسوس کوي او وایي به: “کاشکې ما پلانکی د ځان ملګری نه وای ګرځولی!”
۵- د کایناتو د ستر خالق دسپېڅلي کتاب، قرآن عظیم الشان، د الاحزاب سورت په ۶۶م آیت کې د قیامت د ورځې یو بل دردناک انځور وړاندې شوی دی، چې انسان به له سختې پښېمانۍ سره وایي:
“کاشکې ما د الله تعالی او د هغه د رسول نافرماني نه وای کړې!”
د قرآن کریم په مبارکو نصوصو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ګڼو احادیثو کې دا خبره په ټینګار سره راغلې ده چې، د الله تعالی او د هغه د مبارک رسول اطاعت وکړئ! ځکه همدا اطاعت د انسان د بریا، عزت او خلاصون لاره ده.
په حقیقت کې د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم ﷺ تابعداري یوازې یو ديني حکم نه دی، بلکې د انسان د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ بنسټ جوړوي. څوک چې په دې دنیا کې خپل ژوند د الهي لارښوونو او نبوي سنتو په رڼا کې جوړوي، هغه به د قیامت په ورځ له داسې دردناکو ارمانونو څخه خوندي وي.
۶- د قرآن عظیم الشان د الفرقان سورت په ۲۷م آیت کې د قیامت د ورځې یو بل ژور او دردوونکی انځور وړاندې شوی دی، چې انسان به په حسرت او افسوس سره وایي:
“کاشکې ما د رسول الله ﷺ لاره غوره کړې وای!”
دا هغه ارمان دی چې، انسان به یې هغه وخت کوي، کله چې له حقایقو پردې پورته شي او د خپل ژوند د ټاکلو پایلې په خپلو سترګو وویني. په داسې حال کې چې الله تعالی په خپل سپېڅلي کتاب کې په وار وار د خپل اطاعت تر څنګ، د خپل محبوب رسول ﷺ د اطاعت او تابعدارۍ امر کړی دی، تر څو انسانان د نېکمرغۍ او هدایت پر سمه لاره روان شي.
له شک پرته چې د رسول الله ﷺ د ژوند لار، د رڼا، هدایت او بریا لار ده. څوک چې د هغه مبارک پر پله قدم ږدي، خپل ژوند د هغه د ارشاداتو او سنتو مطابق عیاروي، نو هغه به نه یوازې په دنیا کې د سکون او برکت څښتن وي، بلکې د آخرت په ورځ به هم له حسرت او پښېمانۍ څخه خوندي وي.
۷- دغه راز د الله تعالی د قرآن عظیم الشان کتاب د النساء سورت په ۷۳م آیت کې د انسان د یوه بل حسرت انځور وړاندې شوی دی، چې وایي:
“کاشکې زه هم له هغوی سره وای، نو لویه بریا به مې ترلاسه کړې وای!”
دا هغه ارمان دی چې، انسان به یې هغه وخت کوي، کله چې د نېکو او صالحینو مقامونه ویني او خپل ځان ترې لرې احساسوي. هلته به ورته څرګنده شي چې، ریښتینې بریا د هغو کسانو په برخه ده چې، د حق لاره یې خپله کړې وه او خپل ژوند یې د نېکۍ او تقوا پر بنسټ تېر کړی و.
له شک پرته چې، د صالحینو لار غوره کول، د هغوی له ښو اعمالو پیروي کول او د هغوی په څېر د ژوند کولو هڅه، انسان دې مقام ته رسوي چې، د قیامت په ورځ هم د هماغو نېکو خلکو په کتار کې ودریږي. همدا عملونه دي چې انسان له دې دردناک ارمانه ژغوري چې: “کاشکې ما هم د دوی لاره غوره کړې وای!”
۸- د الله تعالی د سپېڅلي کتاب، قرآن عظیم الشان، د الکهف سورت په ۴۲م آیت کې د انسان د یوه بل ستر حسرت انځور وړاندې شوی دی، چې وایي:
“کاشکې ما له خپل رب سره هېڅ شریک نه وای نیولی!”
دا آیت د انسان د پیدایښت اصلي موخه را په ګوته کوي، هغه دا چې انسان د یو واحد رب د عبادت لپاره پیدا شوی دی.
د توحید لارې غوره کول، د الله تعالی له ذات سره د شریک نه نیول، د هغه د انبیاوو پر سپېڅلې لارې تګ،او د الهي ارشاداتو پیروي، هغه بنسټیز مسئولیتونه دي چې، انسان پرې مکلف دی.
همدا انسان، کله چې له حقایقو پرده پورته شي او د خپل عمل پایله وویني، نو په ژوره پښېمانۍ سره به وایي:
“کاشکې ما له خپل رب سره بل هېڅ شی شریک نه وای ګرځولی!”
۹- د قرآن عظیم الشان د الأنعام سورت په ۲۷م آیت کې د قیامت د ورځې یو بل دردناک حسرت بیان شوی دی، چې انسان به په ژوره پښېمانۍ سره وایي:
“کاشکې داسې لاره وای چې، زه بیا دنیا ته ستون شوی وای، تر څو د خپل رب له نښانونو مې انکار نه وای کړی او د مؤمنانو له ډلې څخه ګرځېدلی وای!”
په پایله کې ویلای شو چې، دا ټول قرآني ارمانونه انسان ته یو ژور پیغام ورکوي. د قیامت د ورځې پښېماني هغه وخت راځي چې. د عمل وخت تېرشوی وي.
قرآن کریم موږ ته د نېکۍ، توحید، اطاعت، د صالحینو ملګرتیا او د رسول اللهﷺ د لارې د پیروۍ روښانه لار ښودلې ده. نو عقل او ایمان دا غوښتنه کوي چې، انسان همدا اوس خپل ژوند سم کړي، له ګناهونو ځان وساتي او د الله تعالی د رضا لاره خپله کړي، تر څو د آخرت په ورځ د حسرت پر ځای، بریا او خلاصون خپل کړي.

د کابل ښاروالۍ د رسمي اوونیزې «پامیر» له مقالو څخه