الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

څه باندې ۴۶ ټنه بې کیفیته توکي له منځه یوړل شول


د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا د ښار له دوه ویشت ګونو ناحیو څخه راټول شوي ۴۶۸۱۰ کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نیټه یې هم پای ته رسېدلې وه، د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې له ښارڅخه د باندې په ګزک سیمه کې له منځه یوړل شول.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې رئیس مولوي نجیب الله «زاهد» په دې اړه وویل: په دغو توکو کې شیدې، ملایي، بیسکویټ، غوړي، پنیر، د لوبیا او ماهي کنسرو، د رومي بادنجانو روب، چپس، پاپړ، شامپو، صابون او د مینځلو او څښاک مواد شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ مسئولین د اړوند ادارو له استازو سره په همغږۍ د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د ښار په کچه له بازارونو څارنه کوي او له پلورونکو غوښتنه کېږي چې، د تېر وخته او بې کیفیته توکو له پلورلو څخه ډډه وکړي.
همدا راز ښاریانو ته په کار ده چې، د خپلو اړتیا وړتوکو د پېرلو پرمهال د هغو نېټې او کیفیت ته په کلکه پام وکړي.
د یادونې وړ ده چې، په راټولو شویو توکو کې یو شمېر لاوډسپیکرونه هم شامل وو چې، په ښار کې د نظم رامنځته کولو په موخه راټول شوي وو.