الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چهاردهي اړوند د چهار قلعه د اوبو د تصفیه کولو فابریکه، د فاضله اوبو د مدیریت په موخه، یوه عصري او دوامداره حل لاره

26 ثور 1405


کابلل ښاروالۍ د اداري لوړو لګښتونو د کمښت او د ځمکې لاندې خوږو اوبو د بې‌ ځایه استعمال د مخنیوي په موخه، د چهاردهۍ اړوند د چهارقلعه په سیمه کې د فاضله اوبو د تصفیې یوه کارخونه جوړه کړې ده. دغه تصفیه‌خونه له پل سوخته څخه تر دارالامان پورې د سړک د منځنیو ګلدانونو د خړوبولو لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه جوړه شوې ده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د چهاردهۍ د چهارقلعه تصفیه‌خونه یو عصري سیستم دی چې، د AWT ټکنالوژۍ په کارولو سره جوړ او د څو پړاویزو پر بنسټ طرحه شوی دی. دغه سیستم د اتومات فعالیت وړتیا لري او اوس مهال په نیمه‌اتومات ډول فعال دی. لومړنۍ پایلې ښيي چې، یاد سیستم د استعمال شویو اوبو د تصفیې لوړ ظرفیت لري.
د AWT ټکنالوژي د پرمختللې طرحې له لارې دا زمینه برابروي چې، د اوبو د تلو راتلو اندازه د اړتیا له مخې تنظیم شي او د چټکې تصفیې له امله په بېلابېلو کچو، په ځانګړي ډول په ښاري سیمو کې چې د ځای محدودیت لري، د پلي کېدو وړتیا لري.
څېړنې ښيي چې، د ټانکرونو په وسیله د زرغونو سیمو خړوبول، د تېلو، ترانسپورټ او بشري ځواک د لګښتونو له امله، د تصفیه شویو اوبو له استعمال څخه څو برابره زیات لګښت لري. دغه راز د اوبو د څاه‌ګانو کیندل که څه هم ورته لګښت لري، خو یو محدود او موقتي حل ګڼل کېږي؛ په داسې حال کې چې د تصفیه‌خونې جوړول یوه دوامداره حل‌لاره ده.
دغه سیستم د لګښتونو د کمښت ترڅنګ، د چاپېریال ساتنې، د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا د مخنیوي، د روغتیايي وضعیت د ښه والي او د زرغونو د خړوبولو په موخه، د دوامدارو اوبو د برابرولو په برخه کې مهم رول لوبوي.
د یادونې وړ ده چې، دغه تصفیه‌خونه هره ورځ له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ متره مکعبه اوبو د تصفیې وړتیا لري او تصفیه شوې اوبه یې د یادې سیمې د ګلدانونو د خړوبولو لپاره کارول کېږي.