
د کابل ښاروالۍ له خوا او د هبیتات دفتر په مرسته، د دیارلسمې ناحیې په ۱۳م گذر کې د یوې کوڅې د جوړولو چارې روانې دي.
دغه پروژه چې، د ۷۲۵ مترو په اوږدوالي او ۴ مترو په سور سره د پلې کېدو په حال کې ده، د ښاري زیربناوو د ښهوالي برنامو یوه برخه ګڼل کېږي.
په دې پروژه کې د سیمې اوسېدونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په پار، د سړک غاړې د لښتیو جوړول هم شامل دي.
د سیمې اوسېدونکي، چې له کلونو راهیسې د دې کوڅې د خرابوالي له امله، له ګڼو ستونزو سره مخ وو، اوس په خپله سیمه کې په اساسي توګه د یادې کوځې د جوړولو چارو له پیل څخه هرکلی کوي.
د مسؤلینو په وینا، دغه پروژه د خلکو د اساسي اړتیاوو په پام سره دپلي کېدو په حال کې ده چې، په راتلونکې یوه میاشت کې به په معیاري ډول بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه راز د دې پروژې پلي کېدو نه یوازې د ترانسپورټي وضعیت په ښه والي او د ښاري ستونزو په کمښت کې مرسته کړې، بلکې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته یې لنډمهاله کاري فرصتونه هم رامنځته کړي دي.
د دیارلسمې ناحیې په ۱۳م ګذر کې د یوې کوڅې د جوړولو چارې روانې دي
28 ثور 1405


