الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې اړوند بازارونو څخه ۴۶۹۰ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول


د شپاړلسمې ناحیې مسئولینو د خوراکي اوغیرخوراکي توکو د کیفیت د کنټرول په ترڅ کې، ۴۶۹۰ کیلوګرامه بې کیفیته توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز ۲۵ لاوډسپیکرونه چې غږیزه ککړتیا یې رامنځته کوله د دې ناحیې له بازارونو څخه راټول او د له منځه وړلو په موخه یې ټاکلي ځای ته ولېږدول.
د ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلو په موخه، د دې ناحیې د چاپېریالي روغتیا څانګې د کارکوونکو له خوا څارنې دوام لري. همدارنګه ښاریانو ته په کار ده چې، د اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال د هغو د مصرف نېټې او کیفیت ته پام وکړي.
د ښار ټولو هټۍ والو او ګرځنده پلورونکو ته سپارښتنه کېږي چې، په سړکونو او کوڅو کې د لاوډسپیکرونو په کارولو سره د غږیزې ککړتیا د رامنځته کولو لامل نه شي.