
په عامه ځایونو او ښاري سیمو کې د څارويو پلورل منع دي
ټولو درنو ښاریانو او د څارويو پلورونکو ته خبر ورکول کېږي چې، په سړکونو، پليولارو، پارکونو او نورو عامه ځایونو کې د څارويو پلورل په کلکه منع دي او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره د قانون له مخې چلند وشي.
د یادونې وړ ده چې، پلورونکي مکلف دي یوازې په هغو ځایونو کې، چې د کابل ښاروالۍ له خوا په همدې موخه ټاکل شوي، د لوی اختر په ورځو کې د څارويو پلور ترسره کړي.
د ټاکل شويو ځایونو پته مخکې له مخکې د کابل ښاروالۍ د رسمي پاڼو له لارې خپره شوې ده، ترڅو د پلورونکو او پېرودونکو ته آسانتیاوې رامنځته شي.
له درنو ښاریانو څخه غوښتنه کېږي چې، د ښاري نظم د ټینګښت او د چاپېریالي روغتیا د خوندي ساتلو په موخه، له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
د کابل ښاروالۍ خبرتیا
29 ثور 1405


