الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې ودانیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېټې غونډه ترسره شوه

30 ثور 1405


د غیرمعیاري ودانیو د جوړېدو د مخنیوي او د ښاري اصولو د پلي کېدو په موخه، ودانیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېټې غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې کابل ښاروال د ښاري معیارونو خلاف ودانیو پر وړاندې پر جدي چلند ټینګار وکړ او ویې ویل: اړوند مسئولین باید د مسئولیت احساس، کاري وجدان او د هېواد پالنې روحیې له مخې د قانون د پلي کولو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
نوموړي همداراز د تائید شویو نقشو مطابق د ودانیو پر جوړولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، کابل ښاروالۍ له هر ډول قانوني او معیاري ودانیو څخه چې د رسمي جواز له مخې جوړېږي، ملاتړ کوي.
کابل ښاروال زیاته کړه، د پانګونې د هڅونې، منظمې ښاري پراختیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، د ټاکل شویو شرایطو مطابق د ودانیز جوازونو د وېش په بهیر کې اړینې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د غونډې په پای کې، یو شمېر ودانیزې سرغړونې وڅېړل شوې او د هرې یوې په اړه اړینې پرېکړې وشوې.