الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې له بازارونو څخه ۴۵۰۰ کیلوګرامه بې کیفیته توکي راټول شول


د پنځلسمې ناحیې مسئولینو د یادې ناحیې په بازارونو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د کیفیت د څارنې او کنټرول په ترڅ کې، ۴۵۰۰ کیلوګرامه بې کیفیته توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز ۷۳ د غږیزې ککړتیا لاوډسپیکرونه راټول او د له‌ منځه وړلو په موخه، ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
د پنځلسمې ناحیې رئیس، مفتي روح‌الله عثماني، د ښاریانو د روغتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د دې ناحیې له بازارونو څخه د چاپېریالي روغتیا د څانګې د مسئولینو له خوا په دوامداره توګه څارنې روانې دي. نوموړي له ښاریانوغوښتنه وکړه چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال د هغو د مصرف نېټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي عثماني زیاته کړه چې، د چاپېریالي روغتیا د اصولو په مراعتولو او د چاپېریال ساتنې له لارې د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتل د دې ناحیې له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې به منظم او پرله‌پسې اقدامات دوام ولري.