الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.45 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار د پاکۍ او صفايۍ په برخه کې د کابل ښاروالۍ له لوري بې شمېره فعاليتونه د خلکو لخوا وستايل شول

24 اسد 1398

د کابل ښاروالۍ د تنظيف کارونکو د لوی اختر په ورځو کې د قربانيو له کبله ډکې شوې کثافت دانۍ د پاکولو په موخه له ښار څخه ټولې کړې؛ څو د ښار پاکي او صفايي رعايت شوې وي. دا کار د خلکو لخوا وستايل شو او د کابل ښاروالۍ د تنظيف کاروونکي يې لا وهڅول. له بل پلوه د خواشينۍ ځای دی چې په دې ورځو کې د کابل ښار ډېری اوسېدونکو د څارويو له حلالې پاتې شوي کثافات په ناسمو ځايونو کې اچولي چې د کابل ښاروالۍ د تنظيف د کاروونکو کار يې څو چنده کړی او د ښار د تنظيف کاروونکي او وسايل يې د پاکولو په چارو لا ډېر مصروف کړي دي. د هوسا ښاري ژوند د لرلو په موخه د ښاري اصولو او کلتور رعايت کول د ښار د هر اوسېدونکي لپاره اړين دي. په دې سره کولای شو چې د پاک ښار د لرلو هيلې ته ورسېږو.