الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په بازونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

31 ثور 1405


د شپږمې ناحیې مسئولینو د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت، د یادې ناحیې اړوند د علاء الدین درې لارې او کارته سه په بازارونو کې له چاپیریالي روغتیا او د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وکړه.
د شپږمې ناحیې د ښاري خدمتونو د آمر ډاکتر عبدالاحد حقمل په وینا؛ د لومړنیو توکو، جامو ګنډلو، کیک او کلچو او غوښې له نرخونو، د توکو له نېټې او کیفیت او د نانوایانو، قصابیو، سلمانیو او کلچه پخونکو له چاپېریالي روغتیا څخه جدي څارنه وشوه.
هغه فعالیت کوونکي چې، خپل توکي یې د نرخنامې مطلبق پلورل وهڅول شول او سرغړونکو ته له تادیب سربېره، اړینې سپارښتنې وشوې.
نوموړي زیاته کړه چې، د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې څارنې روانې دي، سړکونه او پلې لارې له خنډونو پاکې شوې دي او چاته اجازه نه ورکول کېږي چې، له ښاري سیمو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
همدا راز د توکو له نېټې او کیفیت څخه هم څارنه وشوه څو د ښاریانو روغتیا خوندي او وکولای شي خپل د اړتیا وړ توکي په مناسب قیمت له بازارونو څخه ترلاسه کړي.