
د سېلاب خیریه بنسټ د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د خدماتي کارکوونکو د هڅو د ستاینې په موخه، ۱۷۰ تنه کارکوونکي وستایل او مرسته یې ورسره وکړه.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاېېریال ساتنې مرستیال، مولوي محمد خالد سجستاني، له دې بنسټ څخه مننه وکړه او ویې وویل: د کابل ښاروالۍ کارکوونکي په ځانګړي توګه د تنظیف ریاست کارکوونکي، په هر ډول شرایطو کې د ښار د پاکوالي لپاره زیار باسي، څو ښاریان په پاک چاېېریال کې ژوند وکړي. نوموړي زیاته کړه چې، د یاد بنسټ ملاتړ او ستاینه به تنظیفي کارکوونکي نور هم د خلکو چوپړ ته وهڅوي.
ښاغلي سجستاني هیله څرګنده کړه چې، ښاریان به د کابل ښاروالۍ د خدماتي کارکوونکو د ملاتړ او ستاینې په برخه کې لا ډېره ونډه واخلي، ترڅو د خدمت کولو روحيه لا پیاوړې شي.
دغه راز د یاد بنسټ رئیس حاجي سید احمد سیلاب د مرستو د وېش پر مهال وویل: د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کانالونو آمریت هر خدماتي کارکوونکي ته د ستاینې او مرستې په موخه، یوه جوړه جامې، بوټان، څپلۍ، صابون، وچ چاې او یو پاکټ غوړي چې، ټول ارزښت یې ۳ زره افغانۍ کېږي، وېشل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د کابل ښاروالۍ خدماتي کارکوونکي د پاکوالي، نظافت ساتنې، زرغونتیا او نورو ښاري خدمتونو په برخه کې په دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو بوخت دي او د هغوی د زحمتونو ستاینه یوه ټولنیزه او ملي دنده ګڼل کېږي.
د سېلاب خیریه بنسټ د کابل ښاروالۍ له ۱۷۰ تنو خدماتي کارکوونکو سره مرسته وکړه
2 جوزا 1405


