الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې له تطبیق او چاپېریال ساتنې څخه څارنه وشوه


د پنځمې ناحیې مسئولینو د لوی اختر له نږدې کېدو سره سم د یادې ناحیې په بازارونو کې د کلچو پخونکو او نورو اصافو له فعالیتونو څخه د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي او چاپېریال ساتنې په موخه څارنې پیل کړې دي.
د پنځمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالصمد «عابد» په وینا؛ د کلچو او کېک د نرخونو څرنګوالی، د موادو کیفیت، د فعالیت جواز، د کارکوونکو صحي کارتونه او د هغوی د کاري چاپېریال د حفظ‌الصحې وضعیت وڅارل شو او دوی ته اړینې سپارښتنې وشوې.
هغه زیاته کړه: «هغه کسبه ‌کاران چې د کابل ښاروالۍ له نرخنامې سره سم یې توکي پلورل لا هڅول شول او یو شمېر سرغړوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې، څو د ښاریانو روغتیا خوندي او هغوی وکولای شي خپل د اړتیا وړ توکي په ښه کیفیت او مناسب قیمت ترلاسه کړي.