
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د عرفې ورځې او د لوی اختر په ۳ ورځو کې په دې بریالي شول چې، له ښار څخه ۴۶۵۳ ټنه کثافات راټول او ولېږدوي.
دا لړۍ د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي میاشتې له پنځمې نیټې(عرفې ورځې) څخه پیل او د غبرګولي تر ۸ مې نیټې (د اختر تر درېیمې ورځې) روانه وه. د تنظیف ریاست د کارکوونکو له خوا راټول شوي کثافات د وسایطو په وسیله له ښارڅخه د باندې د ګزک سیمې ته ولېږدول شول.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د عرفې په ورځ ۱۳۴۷ ټنه، د اختر په لومړۍ ورځ ۱۱۵۷ ټنه، د اختر په دویمه ورځ ۱۲۹۵ ټنه او د اختر په درېیمه ورځ ۸۵۴ ټنه کثافات د ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي دي.
مسئولین دا لاسته لاوړونه د تنظیف ریاست د دواداره هڅو پایله ګڼي او ټینګار کوي چې، د اختر په ورځو کې ښاري خدمتونه پرته له ځنډ څخه روان وو.
کابل ښاروالۍ د کثافاتو په مدیریت او لېږد کې د ښاریانو له مرستې مننه کوي او له ټولو غواړي چې، د ښار د پاکوالي، ښکلا او نظم په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د لوی اختر په ورځو کې له ښار څخه ۴۶۵۳ ټنه کثافات راټول شول


