الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو


د ښار د پاکوالي او ښکلا په موخه، د دولسمې ناحیې د مسئولینو او یو شمېر زده کوونکو په ګډون د یادې ناحیې په یو شمېر سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو.
د دولسمې ناحیې کلتوري مدیر حکمت الله حکمت د حشر له ګډونوالو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د یاد حشر په ترڅ کې یوه اندازه کثافات راټول او له ښار څخه د باندې ولېږدول شول.
نوموړي زیاته کړه چې له دې حشر څخه موخه، له تنظیفي کارکوونکو سره مرسته کول، په ټولنیزو او ګډو کارونو کې ګډون ته د ښاریانو په ځانګړې توګه زده کوونکو هڅول دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې، ښاریان باید د خپلو ملکیتونو د شاوخوا سیمو پاک ساتلو ته پام وکړي.
ورته مهال له ښاریانو غوښتنه وشوه چې، د ښار د پاکوالي په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي او د خپلو کورونو کثافات پر وخت ټاکلو ځایونو ته ولېږدوي څو د تنظیف کارکوونکي وکولای هغه په منظم ډول له ښار څخه د باندې ولېږدوي.