
ټاکل شوې ده نن سه شنبه، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه، لوړپوړو چارواکو، د خصوصي سکتور استازو، مشرانو او د خلکو د استازو په ګډون، د ګلانو او زینتي بوټو دویم نندارتون د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې د ګولایي په پارک کې پرانیستل شي.
د دې نندارتون د جوړېدو موخه، د ګلانو د ساتنې او پالنې د کلتور دودول، د ښاري ښکلا پراختیا، د زینتي بوټو د روزنې او پالنې په برخه کې د نويو لاسته راوړنو معرفي کول او د زرغونو سیمو پراختیا ده.
له همدې امله د رسنیو له درنو مسئولینو او استازو څخه په درنښت هیله کېږي چې، د دې برنامې د خبري پوښښ په موخه، په خپل ګډون سره موږ ته ویاړ راوبخښي.
پته: د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې د ګولایي پارک، یوولسمه ناحیه
ورځ: سه شنبه
نېټه: د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د غبرګولي(جوزا) ۱۹مه / د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجې ۲۳مه
وخت: له غرمې وروسته،۲:۰۰ بجې
د اړیکې شمېره: ۰۷۰۰۰۰۵۴۰۲
رسنیزه بلنه
19 جوزا 1405


