
کابل ښاروالۍ د زرغونو سیمو د پراختیا، د ښاري ښکلا او د ګلانو او بوټو د ساتنې د کلتور د دودولو په موخه، د ګلانو او زینتي بوټو دویم نندارتون جوړوي.
دغه نندارتون د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ د ۳ ورځو لپاره د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې د ګولایي په پارک کې ترسره کېږي. د دې برنامې په ترڅ کې به د بېلابېلو ګلانو او زینتي بوټو ډولونه نندارې ته وړاندې شي او هم به ښاریان د زرغونو سیمو له اهمیت او د ښاري چاپېریال په ښه والي کې د هغوی له رول سره بلدتیا پیدا کړي.
دغه راز د یاد د نندارتون په ترڅ کې به د کابل د اقلیم سره د مناسبو بوټو او ګلانو د انتخاب په اړه د ښاریانو نظرونه او وړاندیزونه راټول شي، څو د زرغونو سیمو د پراختیا په اړه په راتلونکو برنامو کې ترې ګټه واخیستل شي. د طبیعت پالنې کلتور ته وده ورکول، د ګلانو د ساتنې لپاره د ښاریانو هڅول او د دې سکتور له تولیدوونکو څخه ملاتړ، د دې نندارتون له نورو موخو څخه دي.
په دې نندارتون کې به د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست اړوند قوریو او ګلخونو د زرګونه ګلانو او زینتي بوټو نندارې ته د وړاندې کولو سربېره، خصوصي سکتور ته به هم د هغوی محصولاتو د پلور زمینه برابره شي، څو ښاریان وکولای شي خپل د خوښې وړ ګلان او بوټي په مناسبه بیه ترلاسه کړي.
له ټولو درنو ښاریانو څخه هیله کېږي چې له دې نندارتون کې څخه لیدنه وکړي او د ښار د زرغونتیا او ښکلا په دودولو کې ونډه واخلي.
پته: د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې د ګولایي پارک، یوولسمه ناحیه
د پرانیستې ورځ: سه شنبه
نېټه: د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د غبرګولي(جوزا) ۱۹مه / د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجې ۲۳مه
وخت: له غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې
راځئ کابل په ګلونو رنګین کړو! د ګلانو او زینتي بوټو دویم نندارتون جوړیږي
18 جوزا 1405


