
په کابل کې د ګلانو او زینتي بوټو دویم نندارتون د کابل ښاروالۍ د مشرتابه، د بېلابېلو ادارو او بنسټونو د لوړپوړو چارواکو او د خصوصي سکتور د استازو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د یوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې د ګولایي په پارک کې په رسمي توګه پرانیستل شو.
په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال، مولوي محمد خالد سجستاني په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: دغه نندارتون د ښاري ښکلا د کلتور د ودې او پیاوړتیا، له طبیعت سره د مینې د زیاتوالي، دزرغونو سیمو د پراختیا، د ښاري ښکلا د رامنځته کولو او د ګلانو او زینتي بوټو په اړه د ښاریانو د لېوالتیا د لوړولو په موخه جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ د یوې مسئولې او خدماتي ادارې په توګه، د ښاري زېربناوو د پراختیا ترڅنګ، د زرغو نوسیمو پراخولو او د ښار ښکلا ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده چې له نېکه مرغه یې د کابل ښار په بڼه او څېره کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته کړي دي.
مولوي سجستاني هیله څرګنده کړه چې، کابل ښاریان به له ګلانو او بوټو سره لا ډېره مینه پیدا کړي او په خپلو کوڅو، انګړونو او د کورونو په بڼونو کې به ډول ډول او خوشبویه ګلان وکري. د نوموړي په وینا، کابل د خپل زړه راښکونکې طبیعت له امله داسې ښار دی چې، اوسېدونکي یې ښکلا او تازهوالي ته اهمیت ورکوي او دغه کلتور باید نور هم پیاوړی شي. دغه راز په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال ملا سعدالدین سعید او یو شمېر ګډون والو په خپل وار خبرې وکړې او ویې ویل چې، د کابل ښاروالۍ فعالیتونه د اقتصادي ودې، د ښاري زیربناوو او د زرغونو سیمو د پراختیا په برخو کې د پام وړ ښه شوي دي.
دغو وینا والو زیاته کړه چې، کابل ښار نن د پخوا په پرتله لا ښکلی او زرغون شوی دی او ګلان نه یوازې د ښکلا نښه ده، بلکې د دې خاورې د خلکو ذوق، مهرباني او کلتور نور هم پیاوړی کوي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل خبرې وکړې او ویې ویل: دغه نندارتون چې په هغه کې د ګلانو او بوټو ۱۰۵ ډولونه، چې شمېر یې له ۵ زرو څخه زیات دی، نندارې ته وړاندې شوي دي، د درېیو ورځو لپاره د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانیستی دی.
ښاغلي متوکل زیاته کړه چې، دغه ګلان او زینتي بوټي د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست اړوند له شنو خونو او د خصوصي سکتور په مرسته چمتو شوي دي. دغه راز ښاریان کولای شي د نندارتون له لیدنې سربېره، د خپلې خوښې وړ ګلان او بوټي په مناسبه بیه هم وپېري.
په کابل کې د ښار د زرغونتیا او ښاري ښکلا د کلتور د ودې په موخه، د ګلانو اوزینتي بوټو دویم نندارتون پرانیستل شو
20 جوزا 1405


