الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه احمدخان په سیمه کې د جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې

20 جوزا 1405


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د شپاړلسمې ناحیې اړوند په قلعه احمدخان سیمه کې د یوه جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه جومات چې، په ۱۰۰۰ مربع متره ځمکه کې د دوو پوړونو او یوې تهکوي په درلودلو سره په اساسي او معیاري بڼه جوړېږي، په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنه لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.
تر دې وړاندې د سیمې اوسېدونکي د جومات د ودانۍ د ابتدایي حالت له امله د لمانځه ادا کولو له مناسب ځای څخه بې‌ برخې وو چې، تر سروې او ديزاین وروسته یې د جوړولو په اړه اقدام وشو.
په دې پروژه کې د اوداسه ځای، تشنابونه، زرغونه سیمه، د فاضلاب څاه، او نورې اړینې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.
ورته مهال د ا.ا.ا د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ، په څلورمه، اتمه او لسمه ناحیه کې هم د ۳ نورو جامع جوماتونو د جوړولو چارې تر لاس لاندې دي. دغه راز به ډېر ژر په پنځمه ناحیه کې د یوه بل جامع جومات د جوړولو چارې هم پیل شي.