
د ګلانو او زینتي بوټو دویم نندارتون چې، د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې د ګولایي په پارک کې د کابل ښاروالۍ له خوا جوړ شوی، د ښکلو او هنري رڼاګانو په مټ یې د شپې له خوا هم د لیدونکو لپاره زړه راښکونکی او ښکلی چاپېریال برابر کړی دی.
په دې نندارتون کې زرګونه زینتي ګلان د رنګ رنګ او ځانګړو طرحه شویو څراغونو په وسیله نندارې ته وړاندې شوي چې، د پارک فضا ته یې ځانګړې ښکلا وربښلې ده. د رڼا او طبیعت یوځای کېدل یوه آرامه او جذابه فضا رامنځته کړې، چې ښاریان یې د ګلانو له ښکلا او د چاپېریال له تازهوالي خوند اخلي.
دغه نندارتون د بېلابېل ډوله ګلانو او بوټو د معرفي او نندارې ترڅنګ، د ښاریانو لپاره د تفریح، ټولنیز تعامل او د ښه وخت تېرولو مناسب فرصت هم برابر کړی دی.
په دې نندارتون کې څه د پاسه ۵ زره زینتي ګلان نندارې ته اېښودل شوي او ښاریان کولای شي د لیدنې ترڅنګ خپل د خوښې وړ ګلان په مناسبه بیه وپېري.
د ګلانو او زینتي بوټو دویم نندارتون د شپې له خوا هم د ښاریانو هرکلی کوي
21 جوزا 1405


