
د افغانستان د ملکي خدمتونو انستیټیوت له خوا د کابل ښاروالۍ له کارکوونکو سره د روزنیزو اړتیاوو د پېژندنې او ارزونې په موخه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني په اداري چارو کې په امانتدارۍ، روڼتیا، عدالت او مسئولیت پېژندنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې، اړتیا ده ټول کارکوونکي خپله مسلکي پوهه لوړه او په ورځنیو چارو کې ترې ګټه پورته کړي.
همدا راز د افغانستان د ملکي خدمتونو انسټیټیوت رئیس حافظ اسدالله هارون له ادارو سره په رونیزو برخه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل:« هرڅوک باید د خپل مسئولیت په چوکاټ کې په دې وپوهېږي چې، څه کوي او ګټه یې څه ده؟». نوموړي د کابل ښاروالۍ له کارکوونکو وغوښتل چې، د اړتیا ارزونې فورمې په دقیقه توګه ډکې کړې څو یې پر بنسټ ګټورې روزنیزې برنامې پلې شي.
په پای کې د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا د رونیزو اړتیاوو د ارزونې فورمې ډکې او مسئولینو ته وسپارل شوې.
د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو د اروزنې په اړه غونډه ترسره شوه
23 جوزا 1405


