الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د سړک جوړولو د پروژو پر کيفيت او سرعت ټينګار!

3 سنبله 1398

د کابل ښاروالۍ تخنيکي او ساختماني معين محمد صدیق صاحبزي په دې وروستيو کې د ښار په کچه د سړک جوړولو له پروژو څخه د ليدنې پرمهال د سړک جوړولو په پروژو کې په سرعت او کيفيت باندې ټينګار وکړ.

هغه د سړک جوړولو له پروژو څخه په ځانګړې توګه له هغو پروژه څخه نظارت ترسره کړ چې چارې يې خصوصي شرکتونو ته د قرارداد له مخې ورکړل شوې دي، ښاغلي صاحبزي په ډاګه کړه چې په دې پروژو کې د ښاروالۍ په پروژو کې ښه کيفيت او ډيزاين ته په پام سره د علمي او تخنيکي مراحلو ترسره کول اړين کار دی او بايد له پلان سره سم د ډېری عمومي او فرعي سړکونو د قير کولو او کانکرېټ چارې د ژمي د موسم له رارسېدو وړاندې بشپړې او ياد سړکونه ګټې اخيستې ته چمتو شي.