
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا ریاست له لوري د اوولسمې ناحیې له بازارونو څخه ۳.۵ ټنه د چرګ فاسده غوښه تر پېژندلو وروسته ظبط شوه. دا غوښه له ښاره د باندې په ګزک سیمه کې له روغتیايي معیارونو سره سم لمنځه یوړل شوه.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د غذايي توکو د کنټرول آمر رحیم الله الکوزي وویل چې، د دې سرغړونې لاملین تر قانوني څېړنو لاندې دي او د داسې سرغړونو له تکرارېدو څخه د مخنیوي په برخه کې اړین ګامونه اخیستل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې، د خوراکي توکو له کیفیت او خوندیتوب څخه په دوامداره توګه څارنې روانې دي څو د ښاریانو روغتیا ته زیان ونه رسېږي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین له ښاریانو غواړي چې، د خوراکي توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نیټې او کیفیت ته پام وکړي او د سرغړونې لیدلو په صورت کې له اړوند بنسټونو سره په اړیکه کې شي.
په اولسمه ناحیه کې ۳.۵ ټنه د چرګ فاسده غوښه لمنځه یوړل شوه


