الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له خواجه بغرا درې لارې څخه تر قلعه نجارها پورې د سرک د قیر کولو کار پیل شو

4 سنبله 1398

له خواجه بغرا درې لارې څخه تر قلعه نجارا پورې سرک کوم چې د ښاري ترانسپورت د پرمختګ او موثریت برنامې لخوا مخکې شروع شوې وو نن په دریم د سنبلې د دغې سرک قیر کول د خاورې د پوښلو وروسته د خواجه بغرا له درې لارې څخه شروع شو.

د دغه سرک کار تقریباً ۲۴ فیصده مخکې تللی دی.

او په پام کې ده چې د ۲.۲ کیلومیترو په اوږدوالي او ۴۰ مترو په پراخوالي چې پکې د اوبو ویالې ، پلي تګلارې او د سرک نورې اجزاوې شاملې دي د روان کال په جریان کې بشپړشي.

دا چې دا سرک خاص موقیعت لري خورا لوی اقتصادي اهمیت هم لري . د دغه سرک په جوړولو سره به د ښاري مشکلاتو د حلولو تر څنګ دغې ساحې پورې اړونده څلور لارې او نور ښاري سرکونه له یو بل سره ونښلول شي چې په نتیجه کې یې د دغې منطقې ښاریانو ته زیات سهولتونه رامنځته شي.