الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له دوو مهمو ټولګټو پروژو څخه څارنه وشوه

27 جوزا 1405


د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د بره‌ کي څلورلارې او هزارې بغل سړک د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د دغو پروژو د کار پرمختګ یې له نږدې وارزاوه.
نوموړي د دې لیدنې پر مهال د چارو د چټکتیا او د کار د کیفیت د لوړولو په موخه، د پروژو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې او د پروژو د پلي کېدو په ټولو پړاوونو کې یې د تخنیکي معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال د اړینو تجهیزاتو پر برابرولو او د شته خنډونو پر لرې کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه چې، د دغو پروژو چارې دې له ځنډ پرته او په ټاکلي وخت کې بشپړې شي.
ښاغلي سجستاني څرګنده کړه چې، د پروژو د پلي کېدو ټول پړاوونه باید تر فني او تخنیکي څارنې لاندې ترسره شي او هېڅ ډول بې‌کیفیته کار د منلو وړ نه دی.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه هم د ودانیزو توکو له کارولو وړاندې په لابراتوار کې د هغو پر آزمایښت او ارزونې ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده چې، د سړک جوړونې او ټولګټو پروژو په پلي کولو کې به هېڅ ډول بې‌پروایي او غفلت ونه منل شي.
د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو د بره‌ کي څلورلارې پروژې بنسټیزې برخې او د هزاره‌ بغل سړک لومړۍ برخه د روان کال په ترڅ کې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.