
د اوومې ناحیې د مسئولانو له لوري د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې ۳۸۰ لوډسپیکر او ۸۰۰ کیلو ګرامه تېر وخته او بې کیفیته توکي راټول او د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي ځای ته ولېږدول شول.
ښاریان باید د توکو پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي.
همدا راز له فعالیت کوونکو غوښتنه کېږي چې، د بې کیفیته او تېر وخته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي.
ګرځنده پلورنکي او نور فعالیت کوونکي مکلف دي چې، ښاري اصول په پام کې ونیسي او په لارو او سړکونو کې د غږیزې ککړتیا لامل ونه ګرځي.
د اوومې ناحیې له اړوند سیمو څخه ۳۸۰ لوډسپیکر راټول شول
28 جوزا 1405


