الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د ودانیزو توکو له یوه لابراتوار څخه څارنه وشوه

30 جوزا 1405


د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د سړک جوړونې په پروژو کې د قیر د کیفیت د تضمین په موخه د قیر د تولید یوې فابریکې له لابراتوار څخه څارنه وکړه.
د څارنې په لړ کې د قیر د ازمایښت لړۍ و ارزول شوه او د تخنیکي او فني معیارونو پر رعایت ټینګار وشو. همدا راز تولید شوي قیر وکتل شول څو کیفیت یې له ټاکل شویو معیارونو سره برابر وي.
د ودانیزو چارو مرستیال ټینګار وکړ چې، په زېربنايي او ټولګټو پروژو کې باید په ښه کیفیت ودانیز توکي وکارول شوي او اړوند مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه څو د قیر له تولید، ازمایښت، او کیفیت له ټولو پړاوونو څخه دې تخنیکي څارنې ترسره شي او په دې برخه کې هر ډول سرغړونه د منلو وړ نه ده.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري څو د خپلو دوامدارو څارنو پر بنسټ په ټولګټو او زېربنايي پروژو کې کیفیت تضمین کړي او ښاریانو ته د معیاري او دوامداره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.