الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري ترمینلونو د جوړولو لپاره د ځمکې د تشخیص، تثبیت او ټاکلو تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه

30 جوزا 1405


د کابل ښاروالۍ، ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د کابل ښار د ترافیکو ریاست، د کابل ولایت د اراضي ریاست او د امارتي ملي بس شرکت د استازو په ګډون د ا.ا.ا د مشرتابه د ۵۸۸۷ شمېرې حکم د عملي کولو په موخه، د ښاري ترمینلونو د جوړولو لپاره د ځمکې د تشخیص، تثبیت او ټاکلو تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د معیاري ښاري ترمینلونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې، کابل ښاروالۍ د ښار د پراختیايي پلانونو په چوکاټ کې ژمنتیا لري څو له اړوند ادارو سره په همغږۍ د ښار په بېلابېلو زونونو کې د ترانسپورتي ترمینلونو د جوړېدو زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړه چې، د دې برنامې تخنیکي او مسلکي څېړنې بشپړې شوې او له ارزونو وروسته به یې وروستۍ طرحه د عملي کېدو لپاره چمتو شي.
همدا راز په یاده ناسته کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت راپور وړاندې شو او د شته تخنیکي ستونزو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د دې غونډې ګډونوالو د شته خنډونو د حل لپاره خپل وړاندیزونه شریک کړل او د یادې برنامې د عملي بهیر پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې، د ښاري ترمینلونو د جوړولو د طرحې تخنیکي ستونزې به د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا اصلاح او له بیا وړاندې کولو وروسته به د وروستۍ منظورۍ لپاره د چارو ادارې ته واستول شي.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال څرګنده کړه چې، د دې ادارې تخنیکي ټیمونه بشپړ چمتووالی لري څو د اړتیا په صورت کې د ښاري ترمینلونو د جوړولو د پلان د وروستي کولو لپاره له ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د ناستې ګډونوالو د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ترمینلونو د موقعیت ټاکلو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې، د تخنیکي او مسلکي ارزونو له بشپړېدو وروسته به په دې برخه کې اړینې پرېکړې ترسره شي.
د مسؤلینو په وینا؛ د چمتو شویو تخنیکي طرحو له مخې، کابل ښار د ښاري ترمینلونو د جوړولو ظرفیت لري او د څېړنو او اړینو ارزونو له بشپړېدو وروسته به د دغو تاسیساتو د جوړولو عملي اقدامات پیل شي، ترڅو د ښار د ترافیکي او ترانسپورتي ستونزو یوه برخه په بنسټیز ډول هواره شي.
دغه راز په دې ناسته کې څرګنده شوه چې، د کابل ښار ځینې نوې سړکونه د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا د ترافیکي حجم په پام کې نیولو او د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق طرحه کېږي، څو په راتلونکې کې د ښاري ترانسپورټ د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو تر څنګ، د معیاري تمځایونو د جوړولو زمینه هم برابره کړي.
په پای کې ګډونوالو د کابل ښاروالۍ د انجنیرانو د تخنیکي او مسلکي وړتیاوو ستاینه وکړه او د ښاري ترمینلونو د جوړولو پلان د عملي کېدو لپاره یې د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.