الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له خوا د سړک جوړونې له پروژو څخه څارنه

30 جوزا 1405


د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسرد کابل ښار په سوېل لوېدیځ زون کې د سړک جوړونې د اوو مهمو پروژو د تطبیق له بهیر څخه څارنه وکړه او د بې‌کیفیته کار د مخنیوي لپاره یې اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
په یادو پروژو کې له علاءالدین درې لارې څخه تر چهارقلعه چهاردهي پورې سړک، له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې سړک، د ګلباغ سړک درېیمه برخه، د کابل–لوګر سړک لومړۍ برخه او د بیني‌حصار–ستانکزي سړکونه شامل وو.
نوموړي د دې لیدنې پر مهال د یادو سړکونو په بنسټیزو برخو کې د ټیټ کیفیت لرونکو ودانیزو موادو د کارولو مخه ونیوله او ټینګار یې وکړ چې، د پروژو په پلي کولو کې باید له هر ډول ناغېړۍ څخه ډډه وشي او ټول کاري پړاوونه د تخنیکي او ودانیزو معیارونو له مخې پر مخ یوړل شي.
هغه څرګنده کړه چې، د کارونو کیفیت او روڼتیا په جدي توګه څارل او ارزول کېږي او زیاته یې کړه: «بې‌کیفیته کار په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی، او که ولیدل شي د اصولو او مقرراتو له مخې به ونړول شي او له سره به ترسره شي».
نوموړي همداراز قراردادي شرکتونو ته لارښوونه وکړه چې، له شته امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه واخلي، تخنیکي اسناد په بشپړ ډول مراعات کړي او خپل کاري ظرفیتونه وپېژني څو پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت بشپړې کړي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه له پروژو څخه په دوامدارو څارنو ټینګار کوي او تل یې مسئولینو ته لارښوونه کړې څو کارېدونکي توکي له کارولو وړاندې یو ځل په لابراتوار کې وازمویل شي.