د کابل ښاروال د کابل ښار په کچه د ادرس موندلو د لړۍ د چټکتيا د چارو په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست وزيرې سره وليدل. د کابل ښاروال پوهنيار احمد ذکي سرفراز تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست وزيرې حسينه صافۍ سره د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو د معين د سرمحقق مرستيال محمد فاضل شريفي په حضور کې د ادرس موندلو د چارو د ګړندي کولو او د کابل ښار د کلتوري او تاريخي ارزښتونو او ميراثونو د ساتنې په اړه په يوه ليدنه کې خبرې وکړې. په دې ليدنه کې د کابل ښاروال د دوه اړخيزو همکاريو په اړه د نظرياتو د شريکولو ترڅنګ د سړکونو او څلورلارو د نومولو له لارې د کابل ښار په پراختيا او د کلتوري او تاريخي ميراثونو په ساتنه ټينګار وکړ او په ډاګه يې کړه چې دې کار ته يې په خپلو پلانونو او پروګرامونو کې لومړيتوب ورکړی دی. همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزيرې ټينګار وکړ چې د سړکونو او څلورلارو د نومولو پرمهال دې د ښارونو هويت او تاريخ ته پام وشي، داسې چې دا کار نورو نسلونو ته لارښود وګرځي. نوموړې د سړکونو د نومونې د کمېسيون د چارو د ګړنديتوب غوښتنه وکړه او د دواړو ادارو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو د دوام ډاډ يې ورکړ.
کابل ښاروالي غواړي د آدرس موندلو لړۍ په کابل کې ګړندۍ شي
6 سنبله 1398