
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو له خوا د یوه ګډ حشر په ترڅ کې د پنځمې ناحیې اړوند سیمو څخه ۴۰۰ مټریک ټنه کثافات راټول او د خښولو په موخه د ګزک سیمې ته ولېږدول شول.
د پنځمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: د دې حشر په پایله کې د یادې ناحیې په کچه په تنظیفي برخه کې وروسته پاتې والی جبران شو. نوموړي له ښاریانو وغوښتل څو خپل تولید شوي کثافات ټاکلو ځایونو ته ولېږدوي څو د تنظیف ریاست کارکوونکي وکولای شي هغه پر وخت ولېږدوي.
نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې، ښاریان باید په لښتیو او عامه سیمو کې د کثافاتو له غورځولو په کلکه ډډه وکړي؛ ځکه دا ګام د چاپېریال د ککړتیا لامل ګرځي او په لښتیو کې د اوبو لارې بندوي.
کابل ښاروالۍ د ښاري سیمو د پاکوالي په موخه، د ښار په بېلابېلو ناحیو کې دا ډول تنظیفي حشرونه ترسره کوي.
د پنځمې ناحیې اړوند سیمو څخه ۴۰۰ میټریک ټنه کثافات راټول او ولیږدول شول


