الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو


د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، دیني عالمانو، ګذر وکیلانو، زده کوونکو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون د شپږمې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو.
د یاد حشر په ترڅ کې له بېلابېلو سیمو کثافات راټول او د خښولو په موخه ځانګړي ځای ته ولېږدول شول څو یو پاک چاپېریال رامنځته شي.
د شپږمې ناحیې مرستیال قاري محمد قاسم ساپي د حشر له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: « د ښار پاکي او نظافت ساتل یوازې د تنظیف ریاست د مسئولینو دنده نه ده، بلکې دا یو ګډ مسئولیت دی». نوموړي د یاد حشر موخه ګډو کارونو ته د ښاریانو هڅول وبلل او په دې برخه کې یې پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار وکړ.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو اوعامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د یادې ناحیې له اوسېدونکو وغوښتل څو د ښاري سیمو پاک ساتلو ته پام وکړي. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ زیارکښه کارکوونکي د یو شمېر ښاریانو د بې غورۍ او ناغیړۍ له امله دروند بار وړي، خو په دې برخه کې د ښاریانو همکاري مهم رول لري.
ګډونوالو د کابل ښاروالۍ له زیارکښه کوونکو ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې، د ښار د پاکۍ په برخه کې به هر اړخیزه مرسته کوي.
د حشرونو ترسره کول نه یوازې د ښار د پاکۍ او ښکلا رامنځته کېدو سبب ګرځي، بلکې د ګډو کارونو د کلتور په بډایه کولو کې مرسته کوي.