الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سړک جوړولو او ټولګټو پروژو پرمختګ له نږدې و ارزاوه

6 سرطان 1405


کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د کابل ـ لوګر سړک د لومړۍ برخې، د ګلباغ سړک د لومړۍ، دویمې، درېیمې او څلورمې برخې، له عرفاني څخه تر امید سبز سړک، د بره‌کي څلورلارې د ځمکني لاندې سړک او هوايي پله د جوړولو پروژې، د خیرخانې کوتل سړک درېیمه برخه او له لب‌ جر څخه تر سرای شمالي سړک پورې د پروژو د پلي کېدو پرمختګ له نږدې وارزاوه.
کابل ښاروال د پروژو د عملي چارو د چټکتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او اړوندو مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې، د پروژو تخنیکي معیارونه، کیفیت او پر وخت یې بشپړول، په جدي توګه په پام کې ونیسي، ترڅو د پروژو ټول پړاوونه د انجینرۍ د اصولو او د سړک جوړونې د معیارنو مطابق ترسره شي.
نوموړي د ښاریانوپروړاندې د کابل ښاروالۍ د ژمنتیا په اړه وویل: زه خپل ځان د کابل ښاریانو خدمتګار ګڼم او ژمن یم چې، بنسټیزې او ټولګټې پروژې په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي، ترڅو د ښاریانو پروړاندې شته ترانسپورتي او ترافیکي ستونزې هوارې شي.
کابل ښاروال زیاته کړه: کابل د غوره ښاري خدمتونو مستحق دی او د ښاري زیربناوو د پراختیا او د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي په موخه به د دې ادارې هڅې د پلان له مخې دوام ولري.
د دې لیدنې پر مهال، نوموړي د تخنیکي ستونزو د حل، د هر ډول غیرمعیاري کار د مخنیوي او د پروژو د کیفیت په برخه کې اړوند مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې او خبرداری یې ورکړ چې، هېڅ ډول بې‌کیفیته کار د منلو وړ نه دی او که ولیدل شي، د تخنیکي اصولو او معیارونو له مخې به ورسره جدي چلند وشي.
همدارنګه قراردادي شرکتونو ته ټینګار وشو چې، د تخنیکي سندونو په پام کې نیولو سره پروژې په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت کې بشپړې کړي او د ودانیزو چارو د لا ښه پرمختګ لپاره دې له ټولو شته امکاناتو او سرچینو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.