
د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له خوا د سړک جوړونې او زېربنایي پروژو څارنه، د پروژه د معیاري پلي کېدو، د چارو د چټکتیا او له بې کیفیته کار څخه د مخنیوي په برخه کې د دې ادارې ژمنتیا څرګندوي.
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د خپلو دوامداره ساحوي لیدنو او څارنو په لړ کې، د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د هوايي پله، د بګراميو له سړک څخه تر ستانکزي څلورلارې او بیني حصار پورې او همدا راز د کابل-جلال آباد تر سړک پورې د بګراميو–لتهبند سړک د لومړۍ برخې له چارو څارنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال کابل ښاروال مسئولینو، انجنیرانو او قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې، د پروژو ټول پړاوونه دې د تخنیکي او ودانیزو معیارونو مطابق پر مخ یوسي، د هر ډول سرغړونې مخه ونیسي او چارې دې په غوره کیفیت او چټکتیا ترسره کړي.
نوموړي په ټینګار سره وویل: بېکیفیته کار هېڅ وخت د منلو وړ نه دی او که ولیدل شي د اصولو او مقرراتو له مخې به ویجاړ او بیا ځلي به اجرا شي.
کابل ښاروال اړوندو مسئولینو ته هم سپارښتنه وکړه چې، له شته امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه واخلي، تخنیکي سندونه په بشپړ ډول مراعات کړي او د کاري وړتیاوو په همغږي کولو سره دې پروژې په ټاکلي وخت او غوره کیفیت بشپړې کړي.
نوموړي پړاو په پړاو پر تخنیکي او دوامداره څارنو ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه چې، ټول ودانیز توکي دې تر کارونې وړاندې په لابراتوارونو کې وآزمایل شي، څو د پروژو کیفیت تضمین شي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه ډاډ ورکوي چې، یادې پروژې به په روان کال کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي څو ښاریانو ته ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
کابل ښاروال د زیربنایي پروژو په چټکتیا او معیاري پلي کولو ټینګار وکړ
6 سرطان 1405


