الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شش درک سیمې د فرعي سړکونو قیرچارې د کابل ښاروال تر څارنې لاندې روانې دي

8 سرطان 1405


د نهمې ناحیې اړوند د شش درک سیمې د فرعي سړکونو قیر چارې، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تر څارنې لاندې، په چټکۍ او د تخنیکي معیارونو مطابق روانې دي. کابل ښاروال د دې پروژې د څارنې پر مهال اړوندو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د قیر اچولو چارې دې د کیفیت په پام کې نیولواو د تخنیکي معیارونو مطابق ژر تر ژره بشپړې کړي، څو ښاریانو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته شي.
دغه پروژه چې، په تولیزه توګه ۱۵۰۷ متره اوږدوالی، ۱۲ او ۱۵ متره سور لري، د پلیولارو، جدولونو او نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوې ده او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه شي.
د یادې سیمې اوسېدونکي تر دې وړاندې د سړکونو د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزه سره مخ وو چې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به یې ستونزې هوارې اوګڼو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د زېربنايي پروژو په پلي کولو سره ښاریانو ته د ژوند اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.