الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دویمې ناحیې نوی رئیس وټاکل شو

10 سرطان 1405


د ا.ا.ا د مشرتابه د حکم پر بنسټ، ښاغلی مولوي غوث محمد د دویمې ناحیې د نوی رئیس په توګه ټاکل شوی او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې ناحیې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني، د فرهنګي چارو سلاکار نعمت الله بارکزي او د کارکوونکو چارو رئیس مولوي صارم محمود ګډون درلود.
د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس د پخواني رئیس محمد اسحاق سعید له ترسره کړو خدمتونو مننه وکړه او ښاریانو ته یې د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو، د دندې په ښه توګه ترسره کولو او د ښاریانو اړتیاوو ته پر رسېدنې یې ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې، مولوي غوث محمد لوړې زده کړې او مناسبه کاري تجربه لري او تمه کېږي چې، د خپلې ژمنتیا له مخې به د ښاري خدمتونو د کچې لوړولو او د اداري چارو د ښه والي په برخه کې ګټورې کړنې ترسره کړي.