الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړیوال نندارتون پرانستل شو

11 سرطان 1405


د صننعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړیوال نندارتون د ریاست‌الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د یو شمېر ادارو د مسئولینو، صنعتکارانو، سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون د کابل په نړیوال نندارتون کې پرانیستل شو.
د دې نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، صنعتکاران او سوداګر په هېواد کې لا ډېرې پانګونې ته وهڅول او ویې ویل: له ملي صنعتکارانو او سوداګرو څخه به هر اړخیز ملاتړ وشي او په صنعتي پارکونو کې به هغوی ته اړینې آسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي حنفي زیاته کړه چې، د ا. ا.ا هڅه کوي څو افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه پر صادراتو ولاړ هېواد بدل شي او د کورنیو تولیداتو د ودې او د ملي صنایعو د پراختیا لپاره به مناسب شرایط رامنځته کړي.
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د هېواد له پراخو کاني ظرفیتونو یادونه وکړه او ویې ویل: افغانستان په زیاته اندازه ارزښتناکه کانونه لري چې تر اوسه نه دي استخراج شوي. نوموړي له کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې، د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي، ځکه دا ډول پانګونه به هم د پانګه‌والو لپاره ګټوره وي او هم به د هېواد په اقتصادي وده او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې اغېزناک رول ولوبوي.
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال ټینګار وکړ چې، په ټول هېواد کې امنیت تأمین شوی او اوس د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي دي. نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې له دې فرصت څخه ښه ګټه واخلي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خپل مسئولیت ادا کړي.
د دې نندارتون د جوړېدو موخه، د پانګونې د فرصتونو رامنځته کول، د صنعت، ودانیز او کاني سکټورونو د ظرفیتونو لوړول، د بنسټیزو او ټولګټو پروژو د کیفیت ښه کول، د پانګونې جلب او جذب، د کورنیو تولیداتو کارولو ته د خلکو هڅول، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د علمي او تخصصي ظرفیتونو پېژندنه، او په پایله کې د هېواد اقتصادي وده او ابادي بلل شوې ده.