نن د ۱۳۹۸ کال د وږي مياشتې په ۷ نېټه د کابل ښاروالۍ د ښاروال پوهنيار احمد ذکي سرفراز تر مشرۍ لاندې د اميتي شرکت لخوا د ترسره شوي تخلف د تعقيب په موخه اضطراري ناسته ترسره شوه. یاد شرکت له کابل ښاروالۍ سره له همغږۍ پرته د امنيتي کمرو د نصب پرمهال ۲۴ ونې د کابل هوايي ډکر د سړک پر مسير پرېکړې وې. په دې جلسه کې د بېلابېلو عدلي او ښاري سکټورونو استازو ګډون کړی و چې په کابل ښاروالۍ کې ترسره شوه. کمېسيون له هر اړخيز بحث او ارزونې وروسته دې پرېکړې ته ورسېدل چې متخلف شرکت بايد د ښاري او مسکن د قانون د شپاړسمې مادې د پنځمې فقرې خلاف کړنه کړې ده او په پايله کې کمېسيون متخلف شرکت د ښاري او مسکن د قانون د اتلسمې مادې د پنځمې فقرې پر اساس په ۵.۷۶ ميليون افغانيو نقدي جريمه مکلف کړ چې د ساحې د اولي اعادې لښګت پکې محاسبه شوی دی. د يادولو وړ ده چې کابل ښاروالي د ياد شرکت کار په ټپه ودراوه او همدارنګه د دوی اړوند کانکس اتاق يې له سيمې ليرې او ضبط يې کړ. اوس ساحه تر کنترول لاندې ده او د کابل ښاروالۍ د حق تر ورکولو پورې به ياده اداره موضوع له عدلي او قضايي اورګانونو سره تعقيبوي.
د کابل هوايي ډګر پر سړک د ونو د پرېکولو د تخلف په اړه ښاري تخلفاتو ته د رسيدګۍ کمېسيون اضطراري ناسته!
7 سنبله 1398