الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سازماني فرهنګ تر سرلیک لاندې رونیز ورکشاپ پای ته ورسېد

13 سرطان 1405


د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو ریاستونو د مدیرانو او آمرانو د پوهې د کچې لوړولو په موخه، د ( سازماني فرهنګ) تر سرلیک لاندې څلور ورځنی رونیز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو چارو ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې آمر حمیدالله عطايي په دې اړه وویل: له دې ورکشاپ څخه موخه، د سازماني فرهنګ پیاوړتیا، مسئولیت منل، د دندو له لایحو سره بلدتیا، د خدمت کولو کلتور دودول، د ادارې د اعتبار ساتل او د ښاري خدمتونو د کیفیت لوړول دي. نوموړي ټینګار وکړ چې، د اصولو او اخلاقو په پام کې نیول او له ښاریانو سره نیک چلند د ښاریانو د رضایت کچه لوړوي او د ادارې کارونه اغیزمن کوي.
نوموړي زیاته کړه چې، په دې برنامه کې د سازماني فرهنګ، اصولو او اداري وړتیاوو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک شول. د نوموړي په وینا؛ داسې برنامې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې مهم رول لري او هڅه کوي چې په راتلونکې کې ورته نورې برنامې هم ترسره کړي.