الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې؛ د ښاري خدمتونو په پیاوړتیا او د اداري چارو په ښه والي ټینګار

13 سرطان 1405


د ا.ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې؛ ملا عبدالنافع د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس، مولوي شراف الدین د تنظیف د رئیس، ظفراحمد د لومړۍ ناحیې د مرستیال، سید علم د ښاري خدمتونو معینیت د دفتر د آمر، جلال الدین د پلان جوړونې او ښاري براختیا معینیت د دفتر د آمر او سید حمدالله د تنظیف ریاست د خدمتونو د آمر په توګه ټاکل شوي دي.
نوي ټاکل شوي مسئولین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني او د کارکوونکو چارو د رئیس مولوي صارم محمود له خوا د اړوند ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس د مشرتابه د سپارښتنو پر پلي کېدو او په غوره توګه د دندو په ترسره کولو ټینګار وشو او په خپلو کاري برخو کې یې اړوند مسئولینو ته د دوی دندې تشریح کړې څو یې پر بنسټ ښاریانو ته مناسب ښاري خدمتونه وړاندې شي.
نوموړي زیاته کړه چې، نوي مسئولین به د رښتینولۍ، امانت دارۍ او د مسئولیت په احساس سره خپلې دندې پر مخ یوسي څو د ښاریانو د رضایت کچه لوړه او د ښاري چوپړتیاوو په برخه کې مثبت بدلون رامنځته شي.
هغه نوې ګمارنې دقیقې، پر وخت او د وړتیا له مخې وبللې او ویې ویل چې، یاد کسان له لوړو زده کړو، کاري تجربې او د کاري ژمنتیا درلودونکي دي او وبه وکولای شي د ښاري پراختیا او عامه خدمتونو په برخه کې د کابل ښاروالۍ پلانونه او برنامې په ښه توګه پلي کړي.