الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په مرکزي سیمو کې د پلیو لارو د اوسپنیزو کټارو د رنګولو چارې پیل شوې

13 سرطان 1405

د ښار په شپږو مرکزي سیمو کې د پلیولارو د اوسپنیزو کټارو د رنګولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
په دې پروژه کې د پوهنې وزارت مخې ته، د ګلبهار سنټر- صدارت څلورلارې د سړک په اوږدو کې، د زرنګار پارک شاوخوا، د ده افغانانو درې لارې- زېرزمینۍ سړک په اوږدو کې، کابل سیند ته څېرمه او د ستوماتولوژۍ او رابعه بلخي روغتونونو شاوخوا او له فروشګاه څخه تر شاه دوشمشېره پورې د سړک په اوږدو کې د ۳۴۷۰ مترو په اوږدوالي او ۱.۲ مترو په لوړوالي سره د کټارو رنګول شامل دي.
دغه پروژه چې اوس مهال وروستیو پړاوونو ته رسېدلې ده، څه موده وړاندې یې د ۱۹۳۱ مترو په اوږدوالي، ۲، ۳ او ۵ مترو په سور سره پلې لارې په تېږو فرش شوې دي.
د دې پروژې له پلي کولو څخه موخه، پلیو تګ کوونکو ته د خوندي تګ راتګ زمینې برابرول او د ښاري ښکلا زیاتول دي.
همدا راز تر دې وروسته به د لښتیو د پوښونو، سړک غاړې لښتیو او د سړکونو د جدولونو بیارغونه او د ۲۴۰۰ مترو په اوږدوالي د زرنګار پارک شاخوا سړکونو باندې د کرښو اچولو او د ۶۲ ترافیکي نښو د نصبولو چارې هم ترسره شي.