د کابل ښاروال پوهنيار احمد ذکي سرفراز نن د دوه ويشتمې ناحيې له مخورو او سپين ږيرو سره ليده کاته او خبرې وکړې. په پيل کې د يادې ناحيې اوسېدونکو د خامه سړکونو، ويالو، او ښاري تاسيساتو اړوندې لسګونه ستونزې شريکې کړې. کابل ښاروال د ياډې ناحيې د اوسېدونکو د ستونزو له اورسېدلو وروسته د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په اړه وضاحت وړاندې کړ، ويې ويل: موږ هغو ناحيو ته خپله توجه زياته کړې چې تر دې دمه يې کمه پراختيا موندلې وه او د متوازن انکشاف اصل او امکاناتو ته په کتلو سره د ښار په اړوندو ناحيو کې به بېلابېلې بنسټيزې او رغنيزې پروژې پلې کړو چې ډېری محيطي ستونزې به ورسره حل شي. کابل ښاروال د يوه کانال د کار د پيل او پر يو شمېر سړکونو د جغل اچولو او اساسي جوړښت وعده ورکړه او د دې پروژو په پلي کېدو کې يې د خلکو ونډه او له کابل ښاروالۍ سره هر اړخيزه همکاري خورا مهمه وبلله.
کابل ښاروال د دوه ويشتمې ناحيې له مخورو او سپين ږيرو سره وليدل.
11 سنبله 1398