
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښاري ستونزو د هوارولو او له خلکو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د دیارلسمې، څوارلسمې او پنځلسمې ناحیې د اوسېدونکو له استازو سره وکتل او په یو شمېر موضوعاګانو یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دیادو ناحیو استازو ښاري چوپړتیاوو ته د لاس رسي، د صفایۍ محصول د محاسبې، د سړک جوړونې پروژو لپاره د استملاک شویو ملکیتونو د بدیل د ټاکلو، تنظیفي خدمتونو، زرغونتیا او نورو ښاري برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له کابل ښاروال سره شریک کړل.
کابل ښاروال د دوی د نظرونو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل: کابل ښاروالۍ به د شته امکاناتو او سرچینو په کارولو سره په بېلابېلو ناحیو کې د ښاري خدمتونو د ښه والي او د ښاریانو پر ځای غوښتنو ته د رسېدو په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
نوموړي زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې، ښاریانو ته آرام، هوسا او مناسب ژوند برابر کړو، د کابل ښاروالۍ پروژې د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ د ښار په ټولو ناحیو کې طرحه او پلې کېږي او موږ د ښاریانو حقونو ته بشپړ درناوی لرو.
دغه راز کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، د ښاري پروژو په پلي کېدو کې د ښاریانو مرسته د پرمختیايي پلانونو د بریالیتوب او اغیزمنتوب لامل کېږي.
نوموړي یو ځل بیا ځان د ښاریانو خادم یاد کړ او ویې ویل: د ښاري او ټولنیزو ستونزو حل زموږ له لومړیتوبونو څخه دی او د کابل ښاروالۍ مسئولین به هڅه وکړي چې، د خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د ښاریانو د رضایت د زیاتوالي لپاره ګټور ګامونه پورته کړي.
کابل ښاروال د بېلابېلو ناحیو له اوسېدونکو سره وکتل
14 سرطان 1405


