
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا د څارنو په لړ کې، د نهمې ناحیې اړوند د صنعي پارکونو په سیمه کې ۷ ټنه د چرګانو خرابه شوې غوښه تر پېژندلو وروسته له ښار څخه د باندې په ګزک سیمه کې د روغتیايي اصولو له مخې له منځه یوړل شوه.
د چاپېریالي روغتیا ریاست د خوړو د کنټرول آمر رحیم الله الکوزي په دې اړه وویل: د ښار په کچه له سړکونو، ګدامونو، او پلورونځیو څخه د توکو د کیفیت، خوندیتوب او د مصرف نېټې له اړخه څارنې روانې دي.
د یادې سرغړونې لاملین تر قانوني څېړنو لاندې نیول کېږي او له داسې سرغړونو څخه د مخنیوي په برخه کې به اړین ګامونه پورته شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین له ښاریانو غوښتنه کوي چې، د خوراکي توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته په کلکه پام وکړي او د هر ډول سرغړونې د لیدلو په صورت کې دې له اړوند ادارو او څانګو سره په اړیکه کې شي.
په نهمه ناحیه کې د چرګانو ۷ ټنه خرابه شوې غوښه تر پېژندلو وروسته له منځه یوړل شوه


