الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د سیاسي چارو له یو شمېر کارپوهانو سره وکتل

15 سرطان 1405


د کابل ښاروالۍ مشرتابه د سیاسي چارو له یو شمېر فعالانو او کارپوهانو سره وکتل او د ښار د پراختیايي پلانونو او برنامو د پلي کولو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم په غوره توګه د پروژو پر پلي کولو، له فساد سره د مبارزې او د غوره ښاري چوپړتیاوو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: کابل ښاروالۍ د ټولنې د بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سیاسي چارو د کارپوهانو له لیدلورو او وړاندیزونو هرکلی کوي او له هغو څخه به د ښاري مدیریت په برخه کې کار واخلي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ تخنیکي سلاکار محمد یاسین هلال او د فرهنګي چارو سلاکار نعمت الله بارکزي د روانو او نویو پروژو په اړه معلومات وراندې کړل او ویې ویل چې، ښاري مدیریت د خلکو په ګډې همکارۍ پورې تړلی دی او په یوالي سره کولای شو په راتلونکي کې د یوه منظم، تلپاتې او د نویو معیارونو مطابق جوړ کابل ښار شاهدان و اوسو.
د ناستې په پای کې ګډونوالو د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د هڅو ستاینه وکړه او د ښاري زېربناوو، آبادۍ او د ښاري چوپړتیاوو د ښه والي په برخه کې یې خپل وړاندیزونه او لیدلوري شریک کړل او د ستاینلیک او ډالیو په ورکولو سره یې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه کړنې او لاسته راوړنې وستایلې.