الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

‏‎د کابل ښار په بیلابیلو ناحیو کې د ښاریانو لپاره د کار د اسانتیا لپاره د کابل ښاروالۍ دې رهبری د ټینګار پر بنسټ

12 سنبله 1398

 

‏‎د کابل ښار په بیلابیلو ناحیو کې د ښاریانو لپاره د کار د اسانتیا لپاره د کابل ښاروالۍ دې رهبری د ټینګار پر بنسټ د دو شنبه په ورځ د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال د شپږمې او اوومې ناحیو د اداري دفترونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د دې ناحیو د بېلابېلو برخو د کار ډول له څرنګوالي او د مراجعینو لپاره د چټکو چوپړونو د رامنځ ته کولو لپاره دوی ته پر ژمنتیا او چوپړولۍ ټینګار وکړ او خپلو مسوولیتونو ته یې متوجه کړل.

‏‎مالي او اداري مرستیال زیاته کړه چې ښاریانو ته دې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي او پېچلې اداري پروسیجرونه دې ساده او اسان شي، چې د مراجعینو کاري چارې په اسانه ترسره او معیاري چوپړونه ورته وړاندې شي او له بروکراسي او د وخت د ضایع کېدا مخه ونیول شي.