
په تېرو درېیو میاشتو کې ۴۹۰۰ تنو د هېواد د بېلابېلو وړکتونونو ماشومانو، د ښوونځیو او لېسو زدهکوونکو او د پوهنتونونو محصلانو ته د عملي زدهکړو، د وحشي ژویو د پېژندنې او د چاپېریال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه د کابل ژوبڼ ته د علمي لیدنې زمینه برابره شوې ده.
د کابل ژوبڼ رئیس عزیزګل ثاقب په دې اړه وویل: «کابل ژوبڼ د تفریح او لیدنې د ځای سربېره، د هېواد له مهمو علمي، ښوونیزو او څېړنیزو مرکزونو څخه ګڼل کېږي چې، د عامه پوهاوي په لوړولو کې مهم رول لري او هر کال د زرګونو لیدونکو، په ځانګړي ډول د ښوونځیو د زدهکوونکو او د پوهنتونونو د محصلانو کوربه وي».
نوموړي زیاته کړه چې، د دغو لیدنو پر مهال د کابل ژوبڼ د ښوونې او روزنې مدیریت له خوا د ګډونوالو لپاره ځانګړې ښوونیزې برنامې ترسره شوې دي چې، په ترڅ کې یې د حیواناتو د ژوندانه د څرنګوالي، د وحشي ژویو د ساتنې د ارزښت، د بېلابېلو مرغانو او خزندهګانو د ډولونو، د ژوندیو کبانو د موزیم، د ژوبڼ د مدیریت د څرنګوالي او د ښاري کلتور په اړه اړین معلومات وړاندې شوي دي.
د کابل ژوبڼ رئیس څرګنده کړه چې، د یادو ښوونیزو برنامو په پای کې د ښاري کلتور اړوند یو شمېر کتابونه د ډالیو په توګه پر ګډونوالو وېشل شوي څو، هغوی د عملي تجربې ترڅنګ له ګټورو ښوونیزو سرچینو څخه هم ګټه واخلي.
کابل ژوبڼ د ورته نورو برنامو په ترسره کولو سره هڅه کوي چې، د تفریح لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو ترڅنګ، د ځوان نسل په روزنه، د چاپېریال ساتنې د کلتور په دودولو او د وحشي ژویو د ارزښت په اړه د ښاریانو د پوهاوي د لوړولو لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي.
په تېرو درېیو میاشتو کې ۴۹۰۰ تنو ته کابل ژوبڼ ته د علمي لیدنې زمینه برابره شوې
16 سرطان 1405


